د ملي مقاومت جبهه، بدخشان: په بدخشان ولایت کې له پرون راهیسې د مقاومت د جبهې د زړورو ځواکونو او د طالبانو د تکفیري جګړه مارو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.
د دغې نښتې په پایله کې تر اوسه ۱۰ تنه طالبان وژل شوي دي.
په يوه بل خبر کې ويل شوي دي چې د بدخشان ولايت په "کران منجان" ولسوالۍ کې يوه سيمه ييز قوماندان له خپلو ٧٠ تنو افرادو سره د طالبانو د ډلې په وړاندې د جګړې اعلان کړى دى.
دغه سيمه ييز قوماندان "شريف" نومېږي او له خپلو سرتيرو سره د دغه ولسوالۍ په غرونو کې ځاى پر ځاى شوى دى.
د دغه قوماندان خپلوان وايي، چې له طالبانو سره يې وروسته له هغه د جګړې اعلان وکړ، چې د دې ډلې غړو يې زوی په ډزو وواژه.
اوس هم په دغه ولسوالۍ کې د دغه سيمه ييز قوماندان او وحشي طالب جګړه مارو ترمنځ سخته جګړه دوام لري.