topbar 10 10px1

د ملي مقاومت جبهې سرتېرو د تخار د "کلفګان ولسوالۍ د طالبانو پر قوماندنۍ برید وکړ

د ملي مقاومت جبهې سرتېرو د تخار د "کلفګان ولسوالۍ د طالبانو پر قوماندنۍ برید وکړ

د ملي مقاومت جبهه، تخار: د ملي مقاومت جبهې سرتېرو تېره شپه د تخار ولایت کلفګان ولسوالۍ کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ پر ودانۍ برید وکړ.

په دغه برید کې چې د شپې ۱۱ بجې ترسره شو، ۲ تنه مزدور طالبان ووژل شول او د دې ډلې یو رینجر موټر تخریب شو. دغې نښتې نیم ساعت دوام وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې پرون هم د بدخشان ولایت په «کران منجان» ولسوالۍ کې د ترهګرو طالبانو او د ملي مقاومت جبهې سرتېرو ترمنځ نښتې زیاتې شوي او طالبانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...