د ملي مقاومت جبهه، تخار: د ملکي وګړو د وژلو په دوام د تخار ولایت په دشت قلعه ولسوالۍ کې وحشي طالب جګړه مارو یوه ۴۳ کلنه ښځه په ډزو ووژله.
دا پېښه د جمعې په شپه د سنبلې په ۱۸ مه د دغه ښار د «ابی نو آباد» په کلي کې رامنځته شوې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې دغه مېرمن قندي ګل نومېده او د څلورو ماشومانو مور وه.
له بلې خوا طالب جګړه مارو پرون هم په سرپل ولایت کښې یوه ښځه په ډزو وژلې وه.
بايد وویل شي چې د ترهګرو طالبانو لخوا د ملکي خلکو صحرایي محاکمه او وژنه کومه نوې خبره نه ده بلکه هره ورځ د دغې ډلې ترهګر د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د افغانستان بې دفاع او مظلوم خلک بنديانوي، شکنجه کوي او وژني.