د طالبانو ترمنځ له سختو خپلمنځي اختلافاتو وروسته د طالبانو ترهګرې ډلې د هوایی ځواکونو قوماندان مولوی امان الدین منصور څو ورځې مخکې په کابل کې د دغې ډلې د نورو غړیو لخوا تر لفظي شخړې وروسته سخت ووهل شو.
د پېښې عیني شاهدان وايي چې له دغو کسانو سره په جګړه کې د منصور د ښي لاس درې ګوتې ماتې شوې دي.
د مولوي امان الدين خپلوان وايي، چې له دې پېښې وروسته هغه او ملګري يې په غوسه شول او له کابل څخه بدخشان ته تللي دي.
د يادونې وړ ده، چې له څو ورځو راهيسې په بدخشان کې د طالبانو د سيمه ييزو مشرانو ټولې هڅې، چې نوموړى کابل ته د بېرته ستنېدو ته قانع کړي، ناکامه شوې دي.