د ملي مقاومت جبهه، پنجشیر: یوازې څو ساعته مخکې د پنجشیر ولایت په مختلفو سیمو کې د اشغالګرو طالبانو تر ټولو ستر او سخت بریدونه د ملي مقاومت جبهې د ځواکونو لخوا په شا وتمبول شول او له درنې ماتې سره مخ شول.
اشغالګرو په عبدالله خیل، پشغور، تُلخه، فراج، آبدره، حصارک، منجهور، شابه، خینج او دره کې سخت او پېچلي بریدونه پیل کړل، خو دا یرغل د مقاومت جبهې د ځواکونو له ځوابي برید سره مخ شو او په شا وتمبول شول.
د دغو نښتو په پایله کې ۲۵ تنه طالبان وژل شوي او د دښمن ګڼ شمیر جګړه مار ټپیان دي. طالبان اوس د پنجشیر په غرونو کې د خپلو پاتې جسدونو په راټولولو بوخت دي.
په دغو جګړو کې چې څو ساعته یې دوام وکړ د ملي مقاومت د جبهې مجاهدین په میړانه او ویاړ سره د دغې وحشی ډلې په وړاندې ودریدل او زموږ له کلیو او مظلومو خلکو یې دفاع وکړه.
په پرونیو جګړو کې هم له دغې وحشی ډلې څخه ۳۲ کسان وژل شوې وو.