د ملي مقاومت جبهه پنجشیر: طالبانو په پنجشیر ولایت کې یو ۲۴ کلن ځوان په ډزو وواژه.
دغه جنایت د چهار شنبې په ورځ د سنبلې په ۲۳ مه د رخه ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شو.
دغه ځوان رحيمداد نوميده او د طالبانو لخوا له يوه جومات څخه نيول شوى وو.
په همدې ورځ طالبانو د شېرشاه په نوم يو بل ځوان هم په تنبنه کلي کې نيولى و. شیرشاه د طالبانو د شکنجې په پایله کې مړ شو.