د ملي مقاومت جبهه، کاپیسا: طالبانو په کاپیسا ولایت کې ۴ ملکي وګړي په ډزو وژلي دي.
دغه جنایت د پنجشنبې په ورځ د سنبلې په ۲۴ مه د نجراب ولسوالۍ په ګیاوه کلي کې شوی دی.
عمرګل، مبارک شاه، طلا محمد او بلبل لومړی ونیول شول او بیا په ډزو ووژل شول.
تر اوسه پورې د طالبانو لخوا د جنګي جنايتونو په سلګونو شواهد او اسناد خپاره شوي دي چې د افغانستان په بې ګناه خلکو باندې د دغې ډلې د ظلمونو ثبوت دی.