topbar 10 10px1

طالبانو د دایکندي په "خدیر” ولسوالۍ کې لس کورنۍ په زوره کډې ته اړ کړي

طالبانو د دایکندي په "خدیر” ولسوالۍ کې لس کورنۍ په زوره کډې ته اړ کړي

د ملي مقاومت، جبهه دایکندي: د طالبانو ترهګرې ډلو لخوا د سیمه ایزو اوسیدونکو د جبري بېځایه کولو په دوام په تیرو دوو اونیو کې د دایکندي ولایت په خدیر ولسوالۍ کې لس کورنۍ له خپلو کورونو کډه کولو ته اړې کړې دي.

طالب جګړه مار د خدیر ولسوالۍ له اوسېدونکو سره سخت چلند کوي او په منظم ډول پخواني عسکر او د هغوی کورنۍ نیسي او شکنجه کوي.

د خدیر ولسوالۍ د پخواینو امنيتي سرتېرو د کورنیو غړي د طالب جګړه مارو له ويرې له دغه سیمې وتلي دي.

باید وویل شي، چې په تېرو دوو اوونیو کې طالبانو لسګونه کورنۍ د پنجشیر له "عبدالله خېل درې” کډه کولو ته اړې کړې دي.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...