د ملي مقاومت جبهه، کابل: په کابل ښار کې چاودنې ۵ تنه وژلي او ۱۵ نور یې ټپیان کړي دي.
دغه چاودنه نن د وږي په ٣٠مه د کابل ښار په دهمزنګ کې د برشنا شرکت ودانۍ ته څېرمه په يوه رستورانت کې شوې ده.
چاودنه هغه مهال رامنځته شوه، چې د برشنا شرکت کارکوونکي د ډوډۍ خوړلو لپاره دغه رستورانت ته روان وو.