topbar 10 10px1

د وزیر اکبرخان په مسجد کې چاودنې ۲۵ تنه ووژل او تر ۵۰ زیات یې ټپیان کړل

د وزیر اکبرخان په مسجد کې چاودنې ۲۵ تنه ووژل او تر ۵۰ زیات یې ټپیان کړل

د ملي مقاومت جبهه، کابل: د کابل په وزیر محمد اکبر خان مسجد کې چاودنې ۲۵ تنه وژلي او تر ۵۰ زیات یې ټپیان کړي دي.

چاودنه نن د جمعې په ورځ د میزان په لومړۍ نیټه له غرمې وروسته هغه مهال وشوه چې لمونځ کوونکي له مسجد څخه د وتلو په حال کې وو.

په تیرو شلو کلونو کې د مسجدونو، تکیه خانو او حتی خانقاوو په ګډون په عبادت ځایونو باندې وژونکي بریدونه شوي دي او په دې ټولو بریدونو کې د طالبانو لاس لیدل کیږي.

په وروستۍ پېښه کې په کابل کې د هندوانو او سکانو پر عبادت ځای برید د دې لامل شو چې دغه مذهبي اقلیت له هېواده هند ته کډه شي.

کله چې تېر کال طالبانو افغانستان اشغال کړ، په افغانستان کې تر ۳۰۰ ډېر سيکان پاتې وو، چې اوس دغه شمېر ۱۰ تنو ته رسېدلی دی.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...