د ملي مقاومت جبهه، تخار: په تخار ولایت کې د ملي مقاومت د جبهې زړورو ځواکونو د طالبانو پر یوې پوستې برید وکړ.
دغه بريد تېره شپه يوولس بجې د خواجه غار ولسوالۍ په "سجاني" کلي کې شوى، چې په پايله کې يې دوه طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
په دغه راکټي بريد کې ددغې ډلې يوه پوسته په بشپړه توګه ويجاړه شوې او د ترهګرو طالبانو جنګي وسايل د ملي مقاومت جبهې د پوځيانو لاس ته ورغلي دي.
د يادونې وړ ده، چې دوه اوونۍ وړاندې هم په دغه ولايت کې د مقاومت جبهې د زړورو ځواکونو لخوا په څو بريدونو کې ګڼ شمېر ترهګر طالبان وژل شوي وو.