د ملي مقاومت جبهه، بغلان: په شمال کې د طالبانو د جنايتونو په دوام، دغې وحشي ډلې نوې جنايتونو باندې لاس پورې کړی.
مزدورو طالبانو د ناقلینو څخه د ملاتړ په موخه د بغلان ولایت په دوشي ولسوالۍ کې د سیمه ایزو اوسیدونکو او غیر ناقلینو سلګونه کورونه ویجاړ کړي دي.
دا کورونه کلونه وړاندې جوړ شوي وو او د دې ولسوالۍ بومي اوسېدونکي له څو لسيزو راهيسې هلته ژوند کوي.
اوس طالبانو د بومي اوسېدونکو کورونه چې په قوم تاجک دي په بلډوزرونو او اسکواټرونو ويجاړ کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د تخار په خواجه بهاو الدین کې د مېشتو جنوبي کوچيانو او پاکستاني وزیرستانیانو ترمنځ د اصلي اوسېدونکو د ځمکو او کورونو پر سر شخړه لا هم نه ده حل شوې.
د غیر ناقلو او د سیمو د اصلي اوسېدونکو پروړاندې د دغې ډلې قومي تبعیضي سیاست د خلکو په تېره بیا د هېواد د شمالي ولایتونو اوسېدونکو کې له دغې وحشي ډلې کرکه او بیزاري زیاته کړې ده.