د ملي مقاومت جبهه، تخار: د ملي مقاومت جبهې زړورو ځواکونو په تخار ولایت کې د مزدورو طالبانو پر یوې پوستې برید وکړ.
دغه برید تېره شپه ۷ بجې د دغه ولایت د فرخار ولسوالې د «خفدره» په کلي کې شوی دی.
د مقاومت جبهې د ځواکونو په دغه برید کې چې نیم ساعت یې دوام وکړ، یو طالب ووژل شو او درې تنه نور سخت ټپیان شول.
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې د تخار ولايت په چال ولسوالۍ کې درې تنه طالب جګړه مار د ملي مقاومت د جبهې د ځواکونو لخوا په يوه نښته کې ووژل شول.