د ملي مقاومت جبهه، بدخشان: د ملي مقاومت جبهې زړورو ځواکونو له سختې جګړې او هدفي بریدونو وروسته د بدخشان ولایت «شکی» ولسوالي نیولې ده.
د ملي مقاومت جبهې د ځواکونو له خوا د دغې ولسوالۍ لپاره د طالبانو تش په نوم ولسوال محمد اکرم له لسو نورو طالب جګړه مارو سره يو ځاى نيول شوى دى.
دا په داسې حال کې ده چې په تېره یوه میاشت کې د بدخشان ولایت په «کران و منجان، راغستان او کوهستان» ولسوالیو کې د ملي مقاومت جبهې د ځواکونو خوځښتونه زیات شوي او په دغو سیمو کې طالب جګړه مارو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.