topbar 10 10px1

په لغمان کې چاودنې مرګ ژوبله واړوله

په لغمان کې چاودنې مرګ ژوبله واړوله
د ملي مقاومت جبهه، لغمان: د لغمان ولایت په مرکز مهترلام ښار کې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله ۳ تنه وژل شوي او تر ۱۰ زیات ټپیان دي.
 
دغه چاودنه نن دوشنبه د میزان په ۱۸ مه مازدیګر ۴:۳۰ بجې د مهترلام ښار په عصمت چوک کې شوې ده.
 
دا چاودنه په داسې حال کې شوې چې طالبان د عامه افکارو د اړولو لپاره چاودېدونکي او ځانمرګي بریدونه تنظیموي.
 
طالبان دا مهال په نړۍ کې یوازینۍ ترهګره ډله ده چې په رسمي ډول ځانمرګی بریدګر لري. د دې ډلې مشرانو ویلي چې دوی ویاړي چې تر زرو زیات ځانمرګي بریدګر یې د بریدونو لپاره روزلي دي؛ هغه بریدونه چې په پایله کې یې زرګونه ملکي وګړي، ښځې او ماشومان ووژل شول.
Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...