د ملي مقاومت جبهه، کنړ: طالبانو په کونړ ولایت کې دوه وروڼه چې دواړه د امنیتي ځواکونو پخواني غړي وو، وژلي دي.
دغه دوه تنه د دغه ولايت د نرنګ ولسوالۍ اوسيدونکي وو او طالب جګړه مارو دغه دوه وروڼه له کوره ايستلي او په ډزو يې وژلي دي.
د دغو دوو وروڼو مړي د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د دوی کور ته څېرمه وموندل شول.
په تازه پېښه کې طالبانو په غور ولایت کې یو پخوانی سرتېری هم په ډزو وواژه.