topbar 10 10px1

د ملي مقاومت جبهې ځواکونو په بغلان  کې ۱۳ طالب جګړه مارو ته مرګ ژوبله اړولې

د ملي مقاومت جبهې ځواکونو په بغلان  کې ۱۳ طالب جګړه مارو ته مرګ ژوبله اړولې
د ملي مقاومت جبهه، بغلان: د ملي مقاومت جبهې زړورو ځواکونو او د مزدورو طالبانو ترمنځ د بغلان ولایت په مربوطاتو کې د نن ورځې په جګړه کې اته تنه مزدور طالبان وژل شوي او پنځه تنه نور ټپیان شوي دي.
 
دغه جګړه نن سهار د بغلان ولايت د اندراب بنو ولسوالۍ په لغک دره کې پيل شوې او تراوسه پورې دوام لري.
 
د ملي مقاومت جبهې وياړلو ځواکونو د کوه بدان او لغک په کمپ کې د مزدور دښمن لومړی بريد په شا وتمبوه او د بغلان ولايت د اندراب بنو ولسوالۍ کې يې يو بل قرارګاه هم ونيوله او طالبانو ته يې ماتې ورکړه.
 
د حق او باطل ترمنځ په دې جګړه کې د ملي مقاومت جبهې دوه ځوانان هم ټپیان شول.
 
دا په داسې حال کې ده چې په بدخشان کې جګړې دوام لري او دښمن ته پکې درانه تلفات اوښتي دي.
Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...