topbar 10 10px1

په بدخشان کې د يوې چاودنې له امله يو جګړه مار طالب ووژل شو او دوه تنه نور ټپيان شول

په بدخشان کې د يوې چاودنې له امله يو جګړه مار طالب ووژل شو او دوه تنه نور ټپيان شول
د ملي مقاومت جبهه، بدخشان: په بدخشان ولايت کې د يوې چاودنې له امله يو تن مزدور طالب ووژل شو او دوه تنه نور ټپيان شول.
 
دغه چاودنه نن له غرمې وروسته د دې ولایت د ارګو ولسوالۍ په کوتل ریزکان کې شوې ده.
 
دغه چاودنه د سړک د غاړې د ماين له امله چې پخوا په دې سيمه کې ځاى پرځاى شوى و، رامنځته شوه.
 
د دغه ماين د ښخولو هدف د طالبانو يو رينجر موټر و چې له دغې لارې تيريده.
 
دا په داسې حال کې ده، چې درې اونۍ وړاندې د بدخشان ولايت مرکز "فيض اباد" ښار هم د يوې چاودنې شاهد و، چې په ترڅ کې يې درې طالبان ووژل شول او يو بل طالب ټپي شو.
Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...