د ملي مقاومت جبهه، بغلان: په هېواد کې د طالبانو د جنایتونو په دوام دغې وحشی ډلې په بغلان ولایت کې یو ملکی وګړی په ډزو وواژه.
دغه پيښه دوه ورځې مخکې ددغه ولايت د فرنک ولسوالۍ په خيلاب کلي کې رامنځته شوه.
طالبانو د شېرآغا په نوم دغه ځوان له يوې اونۍ شکنجه کولو وروسته د ملي مقاومت جبهې سره د تړاو په تور په ډزو وواژه.
شېرآغا د فرنک ولسوالۍ د صواق قشلاق میرزاخېل د کلي اوسېدونکی و.
په تېر یوه کال کې دا د یوې کورنۍ درېیم غړی دی چې د طالبانو لخوا په ډزو وژل کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال هم طالبانو د بغلان ولایت په خوست، اندرابونه او نهرین ولسواليو کې لسګونه ملکي وګړي په ډزو وژلي دي.