topbar 10 10px1

د ملي مقاومت جبهې ځواکونو په تخار کې د طالبانو پر یوې پوستې برید وکړ

د ملي مقاومت جبهې ځواکونو په تخار کې د طالبانو پر یوې پوستې برید وکړ

د ملي مقاومت جبهه، تخار: د ملي مقاومت د جبهې زړورو ځواکونو تیره شپه د تخار ولایت په کلفګان ولسوالۍ کې د ترهګرو طالبانو پر یوې پوستې برید ترسره کړ.

د ازادۍ د لارې مبارزینو په دغه بريد کې يو طالب جګړه مار ووژل شو او د ملي مقاومت د جبهې د ځواکونو له خوا د راکټونو په ډزو سره د دغې ډلې يوه پوسته ويجاړه شوه.

دغه برید تیره شپه ۱۱ بجې د تخار ولایت کلفګان ولسوالۍ اړوند د معدن نمک په سیمه کې د مزدورو طالبانو پر پوستې ترسره شو او همدارنګه د دښمن یو میل کلاشنیکوف هم د ملي مقاومت جبهې د زړورو چریکانو لاس ته ورغی.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه اونۍ وړاندې هم د ملي مقاومت جبهې د تخار ولایت د ورسج ولسوالۍ په «تګاب- میانشهر» کې د طالبانو پر کاروان د برید په پایله کې لس طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي وو.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...