topbar 10 10px1

طالبانو په بدخشان کې ښځينه زده کوونکې ووهلې

طالبانو په بدخشان کې ښځينه زده کوونکې ووهلې
د ملي مقاومت جبهه، بدخشان: د طالبانو وحشي ډلې لخوا د اعتراض کوونکو نجونو د ځپلو له دوام وروسته نن سهار د بدخشان پوهنتون لسګونه مظاهره کوونکې ښځینه محصلانې د بورقې نه اغوستلو له امله د دغې ډلې له خوا ووهل شوې.
 
دغو ښځينه محصلينو نن سهار هغه مهال لاريون وکړ، چې د طالبانو ادارې چارواکو ورته د بدخشان پوهنتون ته د ننوتو اجازه ورنه کړه.
 
له بلې خوا، د طالبانو استخبارات، په ډله ییزه توګه، لاهم د "فیض آباد شهر نو" کې هره مظاهره کونکی انجلۍ وهلې.
 
دغو ښځينه محصلينو نن سهار هغه مهال لاريون وکړ، چې د طالب جګړه مارو ورته د بدخشان پوهنتون ته د ننوتو اجازه ورنه کړه.
 
دا په داسې حال کې ده چې دغې وحشي ډلې په تېرو څو مياشتو کې په هرات، بلخ، کابل او باميانو کې د ښځينه محصلينو لاريونونه ځپلي او په يادو ولايتونو کې يې يو شمېر لاريون کوونکي محصلين نيولي، شکنجه او زنداني کړي دي.
Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...