topbar 10 10px1

د لاهې محکمې د طالبانو د جنګي جرمونو څېړنه بیا پیل کړه

د لاهې محکمې د طالبانو د جنګي جرمونو څېړنه بیا پیل کړه

د ملي مقاومت جبهه، کابل: د دلاهې د عدالت نړیوالې محکمې په افغانستان کې د طالبانو او داعش د جنایتونو د څېړلو اجازه ورکړې ده.

د دغې محکمې قاضیانو ویلي دي چې په افغانستان کې د دغو ډلو له خوا د ترسره شویو جنګي جنایتونو په اړه «د معنی وړ څیړنې» نه کیږي.

د لاهې د نړیوالې محکمې په بیان کې راغلي چې د دې محکمې څارنوال کریم خان کولای شي خپلې څېړنې بیا پیل کړي.

په افغانستان باندې د طالبانو د يرغل او د دغه هېواد د نسکورولو د دسيسې څه موده مخکې د لاهې محکمې ويلي وو چې په افغانستان کښې د جنګي جنايتونو دوسيې دې په هېواد کښې دننه وڅېړل شي، په همدې دليل يې د تحقيقاتو د ځنډولو غوښتنه کړې وه.

له ۲۰۰۷ کال راهیسې چې د افغانستان د وضعیت په اړه د لاهې د محکمې لومړنۍ څېړنې پیل شوې، ۱۱۲ د جنګي جرمونو قضیې چې په عمده توګه د طالبانو له خوا تر سره شوي، محکمې ته وړاندې شوې دي.

تر اوسه د طالبانو لخوا د ډله ییزو وژنو مشخص شمېر نشته خو د دغې ډلې په تېرو شلو کلونو کې د وژونکو بریدونو په تنظیمولو سره زرګونه افغانان وژلي دي او د وژلو دا لړۍ لا هم روانه ده.

د تېر کال په اګست میاشت کې د افغانستان له اشغال وروسته د مذهبي او توکمیزو لږکیو پر ضد د طالبانو جنایتونه دوام لري او په دې ټولو بریدونو کې چې داعش ډلې ته منسوبیږي د طالبانو د لاس درلودو نښۍ لیدل کیږي.

له څه باندې یوه کال راهیسې د بشري حقونو سازمانونو په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ډېرو وژنو او بشري حقونو د سرغړونو او د جنګي جرمونو د ترسره کولو راپور ورکړی دی.

هغه جنایتونه او وژنې چې د ملکي وګړو د خوندیتوب ترڅنګ یې د ټولو افغانانو د ژوند شرایط په تیاره، ګډوډۍ او تورتم کې اچولي دي.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...