topbar 10 10px1

د طالبانو د جنایتونو دوام؛ د غور د دوو کلیو اوسېدونکي جبري کډې ته اړ شوي

د طالبانو د جنایتونو دوام؛ د غور د دوو کلیو اوسېدونکي جبري کډې ته اړ شوي
د ملي مقاومت جبهه، غور: طالبانو د غور ولایت د دوو کلیو اوسېدونکي د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړل.
 
دغه کسان د «چهار اسياب» ولسوالۍ د «بوم» کلي او د لعل او سرجنګل ولسوالۍ د «کرمان» د «تنګي نوشته» کلي اوسېدونکي دي.
 
په وروستیو پېښو کې طالبانو د سالنګ ولسوالۍ د ده یک کلي اوسېدونکي په زوره ایستلي او ویلي یې دي چې که بېرته خپل کلي ته ستانه شي، وبه وژل شي. 
 
څه موده وړاندې دغې ډلې د پنجشېر ولایت د مرکز بازارک د لیرې پرتې سیمې د کوشابې کلي ټول اوسېدونکي کډه کولو ته اړ کړل.
 
د ملي مقاومت جبهې د کلني راپور پر بنسټ چې د روان کال په اګست میاشت کې خپور شو، طالبانو پر افغانستان د خپل یرغل په یوه کال کې څه باندې ۷ زره کورنۍ په بېلابېلو ولایتونو کې کډوالۍ ته اړې کړې دي.

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...