د ملي مقاومت جبهه، کونړ: طالبانو په کونړ ولایت کې د ملي امنیت یو پخوانی سرتېری وژلی او جسد یې سیند ته اچولی.
دغه ځوان شريف الله نوميده او مړى يې د دغه ولايت په مرکز اسعداباد کې موندل شوى دى.
شریف الله د خاص کونړ ولسوالۍ اوسېدونکی دی.
د شریف الله مړی موندل شوی چې لاسونه یې تړل شوي او پر بدن یې د شکنجې نښې څرګندې دي.
شاوخوا لس ورځې وړاندې په کونړ کې د محمد خان په نوم یو بل پخوانی سرتېری هم د طالبانو لخوا وژل شو.ی و.