د ملي مقاومت جبهه، کندهار: طالبانو په کندهار ولایت کې یو سیمه ییز هنرمند نیولی دی.
د دغه سيمه ييز هنرمند نجيب شريف نومیږي او تېره شپه د کندهار ښار د ١١مې امنيتي حوزې له مربوطاتو نيول شوى دى.
د دغه هنرمند خپلوان وايي، چې ښاغلی شریف نامعلوم ځای ته لېږدول شوی او دوی د هغه د برخلیک په اړه معلومات نه لري.
تر دې وړاندې هم طالبانو په دغه ولایت کې یو شمېر خبریالان او یو ممثلین نیولي وو.