topbar 10 10px1

تخار کې په یوه چاودنه کې د مزدورو طالبانو دوه موټر تخریب شول

تخار کې په یوه چاودنه کې د مزدورو طالبانو دوه موټر تخریب شول

د ملي مقاومت جبهه، تخار: نن سهار په تخار کې د یوې چاودنې په ترڅ کې د طالبانو اړوند یو رینجر او یو کاسټر ډوله موټر لمنځه وړل شوي دي.

چاودنه نن چهارشنبې (عقرب ۲۵مه) د سهار په ۹ بجو او ۳۰ دقیقو د کوچه ګدام په درېیم سړک کې چې د تالقانو ښار د لومړۍ حوزې اړوند کېږي د طالبانو د استیناف محکمې د ښاري ریاست مخې ته شوې ده.

چاودنه د یوه ځای پرځای شوي ماین له امله رامنځته شوې او د طالبانو دوه موټر یې په بشپړ ډول لمنځه وړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تخار په رستاق ولسوالۍ کې د طالبانو پر امنیه قومندانۍ د ملي مقاومت جبهې د سرتېرو په برید کې، څو طالب وحشیان وژل شوي او ځینې نور ژوبل شوي دي.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...