topbar 10 10px1

طالبانو یو پخوانی دولتي سرتېری ننګرهار کې وواژه

طالبانو یو پخوانی دولتي سرتېری ننګرهار کې وواژه

د ملي مقاومت جبهه، کنر: طالبانو یو پخوانی دولتي سرتېری ننګرهار کې وواژه.

د افغانستان د ملي پولیسو دغه سرتېری چې محب الله نومېده تر سختې شکنجې وروسته وژل شوی دی.

نوموړی د کنړ ولایت د خاص کنړ ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و او طالبانو د خبرو اترو په پلمه ننګرهار ته ورغوښتی و.

د طالبانو لخوا د پخوانیو دولتي سرتېرو وژنه لا هم دوام لري.

محب الله درېیم پخوانی دولتي سرتېری دی چې په تېرو څو ورځو کې د طالبانو لخوا په ننګرهار کې وژل کېږي.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...