طالبانو بدخشان کې د ولسي پاڅون یو مشهور قومندان وواژه
د ملي مقاومت جبهه، بدخشان:
طالبانو د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون یو مشهور قومندان فاضل خان وواژه.
نوموړی په عام محضر کې په داسې حال کې ووژل شو چې د جمعې لمانځه ادا کولو لپاره د خپل کور له لورې مسجد ته روان و.
فاضل خان په جرم ولسوالۍ کې له وتلو ولسي پاڅونوالو و چې د جمهوریت پرمهال د طالبانو پروړاندې جنګېدلی و.
دا په داسې حال کې ده چې طالب وحشیانو دوه ورځې وړاندې هم یو پخوانی دولتي سرتېری دغه ولایت کې په ډزو وژلی و.
طالبانو بدخشان کې د ولسي پاڅون یو مشهور قومندان وواژه
