د ملي مقاومت جبهه، تخار: د مزدورو طالبانو یو لوړپوړی قومندان محفوظ الله نن شپه په شاوخوا اته بجې او دېرشو دقیقو د ملي مقاومت جبهې سرتېرو لخوا په تخار کې ووژل شو.
دغه مزدور طالب قومندان چې په ډېرو جنایتونو کې یې لاس درلود او د جمهوريت ډېر دولتي سرتېري یې وژلي وو، د تالقانو ښار د دویمې امنیتي حوزې د طالبانو د جنایي مدیر په توګه یې دنده ترسره کوله.
دغه جنایتکار د تالقانو ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند د حاجي ظریف په کوڅه کې د ملي مقاومت ځواکونو په داسې حال کې هلاک کړ چې په سیمه کې په ګزمه بوخت و.
په دغه برید کې د مقاومت جبهې سرتېرو یوه تفنګچه او یوه مخابره هم ترلاسه کړل.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د ملي مقاومت جبهې زړورو سرتېرو د طالبانو یو بل قومندان هم وژلی و.