د ملي مقاومت جبهه، هرات: په هرات کې د طالبانو پر یوې پوستې په برید کې ددغې ډلې څلور جګړه مار ووژل شول.
دا برید د چهارشنبې په ماښام (قوس ۳مه) د انجیل ولسوالۍ په چهارباغ فېروزه سیمه کې ترسره شوی دی.
همداراز په یوه بل برید کې د طالبانو درې غړي سخت ټپیان شوي دي.
د طالبانو لخوا فساد، ظلم او استبداد لامل شوی چې د افغانستان په هره څنډه کې ددغې متجاوزې ډلې پروړاندې خلک پورته شي.
څه موده وړاندې په ورته برید کې د هرات ښار په فرقه سیمه کې د طالبانو ۱۴ غړي ووژل شول.