topbar 10 10px1

طالبانو په غور کې یو پنځه کلن ماشوم په ډزو وواژه

طالبانو په غور کې یو پنځه کلن ماشوم په ډزو وواژه

د ملي مقاومت جبهه، غور: یو پنځه کلن ماشوم د طالبانو په ډزو ووژل شو. دغه هلک په داسې حال کې په نښه شو چې له نورو ماشومانو سره په لوبو بوخت و.

دغه جنایت د پنجشنبه په ورځ د قوس په ۳مه د مرکز فېروزوکوه ښار په تپه خیرآباد سیمه کې طالب جګړه مارو ترسره کړی.

پر کابل د طالبانو تر مسلط کېدو وروسته په تېر څه دپاسه یوه کال کې سلګونه ولسي وګړي ددغې ډلې لخوا په نښه شوي دي.

وروستی هغه یې د فراه ولایت د څلورمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د عزت الله په نوم یو پخواني امنیتي سرتېری و چې د طالبانو په ډزو ووژل شو.

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...