topbar 10 10px1

دایکندي کې وژنې او قتل عام؛ طالبانو د دوو کورنیو ۱۲ غړي ووژل

دایکندي کې وژنې او قتل عام؛ طالبانو د دوو کورنیو ۱۲ غړي ووژل

د ملي مقاومت جبهه، دایکندي: طالب مزدورانو په دایکندي کې پر یوه کلي هجوم وروړی او د دوو کورنیو غړي یې په ډزو وژلي دي.

طالب اورپکو د چهارشنبې په شپه د مرکز نیلي ښار په سیوک سیمه کې دغه ولسي وګړي وژلي دي.

د طالبانو په ډزو اته نور کسان ټپیان شوي دي. په قربانیانو کې د دوو کورنیو نارینه، ښځې او ماشومان شامل دي.

تراوسه ددغو کورنیو د پنځو نورو غړو برخلیک څرګند نه دی. اوسمهال د سیوک کلي لسګونه اوسېدونکو خپل کورونه پرېښي او د طالبانو له لاسه غرونو ته ختلي دي.

طالب جګړه مارو تېره ورځ په غور کې هم یو پنځه کلن ماشوم په ډزو وواژه.

دغه هلک له نورو ماشومانو سره په لوبو بوخت و چې د یوه طالب لخوا پرې ډزې وشوې.

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...