topbar 10 10px1

طالبانو لغمان کې یو پخوانی امنیتي سرتیری په ډزو وواژه

طالبانو لغمان کې یو پخوانی امنیتي سرتیری په ډزو وواژه

د ملي مقاومت جبهه، لغمان: په افغانستان کې د مزدورو طالبانو لخوا د پخوانیو دولتي سرتېرو د وژلو په دوام، دغې ډلې د صفي الله په نوم یو پخوانی پوځي په ختیځ ولایت لغمان کې په ډزو وواژه.

نوموړی څو ورځې وړاندې په دغه ولایت کې د طالبانو لخوا برمته شوی و.

صفي الله د لغمان د علینګار ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و او پخوا یې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې دنده ترسره کوله.

د هغه جسد نن په لغمان ولایت کې موندل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو وحشي ډلې څو ورځې وړاندې هم په بلخ او کندهار کې دوه پخواني دولتي سرتېري شهیدان کړي وو.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...