د ملي مقاومت جبهه، فاریاب: طالب مزدورانو د عزت الله په نوم د پولیسو یو پخوانی افسر د پنجشنبې په ورځ په فاریاب ولایت کې په ډزو شهید کړ.
نوموړي د جمهوري دولت پرمهال د فاریاب په پشتونکوت ولسوالۍ کې د امنیه قومندان په توګه دنده ترسره کړې وه.
عزت الله شپږ کاله وړاندې له خپلې دندې استعفا ورکړې وه او په کور ناست و. نوموړی د لمانځه ترسره کولو لپاره مسجد ته پرلاره و چې د وحشي طالبانو لخوا شهید شو.
دا په داسې حال کې ده چې دغې وحشي ډلې په تېرو څو ورځو کې په فاریاب او کندهار کې هم دوه پخواني امنیتي سرتېري شهیدان کړي و.