د ملي مقاومت جبهه، سمنګان: شېبه وړاندې د سمنګان ولایت په الجهاد نومې مدرسه کې چاودنه شوې ده.
دغه چاودنه د ایبک ښار د سرک بندر سیمه کې شوې چې په پایله کې یې د مدرسې ۱۰ زده کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
چاودنه د جماعت لمانځه پرمهال شوې ده او د تلفاتو شمېرې د بدلېدو په حال کې دي.