د ملي مقاومت جبهه، سمنګان: د سمنګان په یوې دیني مدرسې کې زورورې چاودنې ۳۵ کسان وژلي او ۳۵ نور ټپیان کړي دي.
چاودنه د ایبک ښار سرک بندر سیمه کې په الجهاد نومې مدرسه کې نن له غرمې وروسته شوې ده.
قربانیان د مدرسې زده کوونکي دي. تراوسه د چاودنې نوعیت څرګند نه دی او چا یا کومې ډلې یې مسوولیت هم نه دی منلی.
په افغانستان کې وروستۍ پرلپسې چاودنې د طالبانو ترمنځ د اختلافاتو او د خلکو پروړاندې ددغې ډلې د نه رښتینولۍ څرګندونه کوي.