د ملي مقاومت جبهه، ننګرهار: د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار په لومړۍ ناحیه کې چاودنې دوه کسان ووژل او ۸ نور ټپیان کړل.
چاودنه نن د شنبې په ورځ (قوس ۱۲مه) د مازدیګر په څلورو بجو وشوه.
چاودنه ننګرهار کې د یوازینې پاتې سیک چرن سینګ په دوکان کې د ځای پرځای شوي ماین له امله رامنځته شوې ده. ددغه دوکان ترڅنګ د سیکانو عبادت ځای موقعیت لري.
چرن سینګ ننګرهار کې وروستۍ سیک دی چې د یوناني درملو دوکان لري.
په تېرو کلونو کې طالبانو ډېر شمېر هېوادوال په نښه کړي او دا ډول بریدونه ددغې ډلې لخوا د افغانستان تر اشغال وروسته لا هم دوام لري.
په تېر جون میاشت کې په کابل کې د سیکانو پر عبادت ځای تر برید وروسته، هندوستان د افغانستان سیکانو ته د ویزې ورکړې بهیر کړندی کړ. اوسمهال د ګوتو په شمېر سیکان او هندوان افغانستان کې پاتې دي.