د ملي مقاومت جبهه، تخار: مزدورو طالبانو په تخار ولایت کې د ولسي پاڅون یو پخوانی قومندان ګل عزیز د خپلې کورنۍ تر سترګو وړاندې په ډزو وواژه.
ګل عزیز د کلفګان ولسوالۍ د قروقسای کلي اصلي اوسېدونکی و.
مزدورو طالبانو نوموړی تېره شپه شاوخوا ۱۲ بجې د تالقانو ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند چوبر سیمه کې له خپل کور څخه وویست او په ډزو یې وواژه.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو څو میاشتې وړاندې ددغه ولایت په رستاق ولسوالۍ کې یو قومي مخور هم وژلی و.