د ملي مقاومت جبهه، کابل: مزدورو او جاهلو طالبانو یوځل بیا د نجونو محصلینو پرمخ د پوهنتون دروازې تړلو سره، ددغې ډلې د کورنیو او بهرنیو لابي ګرانو له تبلیغاتي درواغو پرده پورته کړه چې ګویا طالبانو بدل شوي دي.
پوهنتونونو کې له تحصیل څخه د نجونو محرومولو، افغانستان کې د بېلابېلو قشرونو غبرګونونه راپارولي دي او د کابل، تخار او کندوز یوشمېر استادانو له همدې امله له خپلو دندو استعفا ورکړې ده.
د کندوز پوهنتون استاد محمد عمر کندزي، د تخار پوهنتون استاد ولي الحق مشتاق، د کابل پولتخنیک پوهنتون استاد دکتور ذکریا شنزي او محمد هادي استادي، د هغو استادانو له ډلې دي چې د نجونو تحصیل منع کېدو په غبرګون کې یې خپل استعفا لیکونه د ټولنیزو شبکو له لارې خپرې کړې دي او ویلي یې دي چې غواړي دندې پرېږدي.
وړاندې د کابل پوهنتون استاد عبدالله وردګ هم په همدې تړاو استعفا ورکړې وه.