topbar 10 10px1

طالبانو په پروان کې دوه کسان نیولي دي

طالبانو په پروان کې دوه کسان نیولي دي

د ملي مقاومت جبهه، پروان: ترلاسه شوي معلومات ښيي چې طالبانو په پروان ولایت کې د اجمل په نوم یو پخوانی دولتي سرتېری او د مقصود په نوم یو محصل نیولي دي.

طالبانو دغه کسان د جبل السراج ولسوالۍ له چهاربرج کلي څخه نیولي او نامعلوم ځای ته لېږدولي دي.

اجمل د جمهوري دولت پرمهال په کورنیو چارو وزارت کې د پولیسو افسر په توګه کار کاوه.

د سیمې قومي مخورو هڅه وکړه چې دا دوه کسان د طالبانو له منګولو راخلاص کړي، خو تراوسه یې نتیجه نه ده ورکړې.

وحشي طالبانو د افغانستان تر اشغال وروسته، په تخار، بغلان، بلخ، دایکندي او کابل کې سلګونه کسان نیولي، زنداني کړي او په ډېرو مواردو کې په ډزو وژلي دي.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...