د ملي مقاومت جبهه، کندهار: د طالبانو لخوا د پخوانیو دولتي سرتېرو د نیولو په دوام، دغې وحشي ډلې په کندهار کې یو بل سرتېری محمد محسن نیولی دی.
نوموړی د شپې مهال د کندهار ښار له لومړۍ امنیتي حوزې نیول شوی او نامعلوم ځای ته لېږدول شوی دی.
د طالبانو لخوا د افغانستان تر اشغال وروسته، محمد محسن په شخصي کاروبار بوخت و.
دا په داسې حال کې ده چې وړاندې هم طالبانو یو پخوانی دولتي سرتېری نیولی او نامعلوم ځای ته لېږدولی و چې وروسته د هغه افسر مړی د کندهار ښار په څنډو کې دوه ورځې وروسته وموندل شو.