د ملي مقاومت جبهه، سمنګان: طالبانو سمنګان کې پر دوو نجونو جنسي تېری وکړ او وروسته یې دواړه د هغوی د کورنیو تر سترګو وړاندې له هغوی سرونه پرې کړل.
کومو کسانو چې پر دغو نجونو جنسي تېری کړی، د روی دوآب ولسوالۍ لپاره د طالبانو د ولسوال ملا شمشاد ساتونکي دي.
وروسته له هغه چې طالبانو پر دغو دوو نجونو جنسي تېری وکړ، ملا شمشاد دغه نجونې په زنا تورنې کړې او د هغوی د وژلو امر یې وکړ او وروسته د هغه یوه ساتونکي قاري انس له دغو نجونو سرونه پرې کړل.
قاري انس یو له هغو طالبانو دی چې پر دغو نجونو یې جنسي تېری کړی او تر وژلو وړاندې یې له هغوی سره عکسونه اخیستي دي.
یوه نجلۍ آمنه نومېږي او د دویمې کورنۍ ونه غوښتل د نجلي هویت په ډاګه شي. ددغو نجونو کورنۍ وايي طالبان غواړي ددغې کورنۍ بله نجلي په زور واده کړي.
دا جنایت یوه اوونۍ وړاندې د روی دوآب ولسوالۍ په سرخ قلعه کلي کې شوی دی.