د ملي مقاومت جبهه، هرات: د نجونو تحصیل پر ممنوعیت د اعتراضونو په لړ کې، په هرات کې ښځې سړکونو ته راووتې، خو طالبانو پر هغوی یخې اوبه وپاشلې او یوشمېر یې وډبول.
دغه نجونې نن غرمه مهال سړکونو ته راوتلې وې، خو اعتراض یې د طالبانو لخوا وځپل شو.
سره له دې چې طالبانو پر ښځو او نجونو فشار ډېر کړی، خو معترضانو له اعتراضه لاس نه دی اخیستی او مقاومت کوي.
طالبانو د هرات د والي دفتر ته غځېدلې لاره تړلې ده.
معترضینو له دې شعار سره چې (قرآن ته درناوی وکړئ او د ښځو د تعلیم حق مه اخلئ)، له طالبانو غوښتل چې د نجونو د تحصیل مخه ونه نیسي.
په ورته وخت کې په څو نورو ولایتونو کې هم د نجونو د تحصیل په تړاو د طالبانو پر پرېکړې د اعتراض په هدف ناستې ترسره کېدونکې دي.