topbar 10 10px1

د بیان آزادۍ پر تابوت وروستی مېخ؛ طالبانو د ښځو کار منع کړ

د بیان آزادۍ پر تابوت وروستی مېخ؛ طالبانو د ښځو کار منع کړ

د ملي مقاومت جبهه، کابل: طالبانو د یوه مکتوب په خپرولو په کورنیو او بهرنیو موسسو کې د کار پر کار کولو بندیز ولګوه.

له دې مکتوب سره ښځې په بشپړ ډول له ټولنې ګوښه او په کور کېنول شوې.

طالبانو تېره اوونۍ د یوه فرمان په صادرولو، نجونې پوهنتون ته له ورتګه منع کړې.

د طالبانو دغه اقدام په نړیواله کچه غبرګونونه راوپارول او زرګونه کسانو یې پروړاندې اعتراض وکړ. خو په کور دننه اعتراضونه طالبانو سخت وځپل شول او پر معترضینو یې ډزې وکړې.

طالبانو د افغانستان تر اشغال وروسته، د افغانستان پر خلکو او په تېره بیا ښځو ډېر محدودیتونه ولګول. اوسمهال افغانستان کې ښځې نه د تعلیم حق لري او نه هم د کار او حتی نشي کولی په آزاده توګه له کوره بهر تګ راتګ وکړي.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...