د ملي مقاومت جبهه، بغلان: طالبانو په بغلان ولایت کې د پولیسو یو پخوانی افسر په دار وځړاوه.
طالبانو په بغلان کې د پولیسو پخوانی افسر محمد هاشم په عام محضر کې اعدام کړ.
له دغه پخواني افسر څخه یوه مېرمن او څلور ماشومان پاتې دي.
طالبانو همدارنګه په کابل کې هم یو پخوانی سرتېری وواژه.
دغه پخوانی سرتېری ابراهیم جهادیار نومیده او د ملي دفاع وزارت د کدر پرسونل مرستیال و. دغه پخوانی منصبدار په نومبر میاشت کې د طالبانو لخوا نیول شوی و او د دغې ډلې تر شکنجو لاندې مړ شو.