topbar 10 10px1

د طالبانو په نمایشي غونډې برید

د طالبانو په نمایشي غونډې برید

د ملي مقاومت جبهه، کابل: د طالبانو د علماوو نمایشي غونډې باندې خونړۍ برید وشو.

طالبانو نن له خپلو کسانو سره د کابل پولی تخنیک پوهنتون په تالار کې غونډه کړې وه، خو په لومړیو ساعتونو کې پر دغو مراسمو برید وشو.

د ډزو او څو چاودنو غږونه د دې لامل شول چې هلیکوپټر الوتنې وکړي او حتی د دوی په منځ کې څو بهرني هلیکوپټر هم لیدل شوي. له چاودنې وروسته یو شمېر ګډونوال له غونډې ووتل.

د طالبانو دې غونډه کې هيڅ ښځې ګډون نه وو کړی او ټول ګډونوال یې د حکم له مخې ټاکل شوې وو.

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د طالبانو دا ناسته اغوا کوونکي بللې او ټینګار یې کړی چې خلک باید د طالبانو په خبرو دوکه نشي.

په خبرپاڼه کې راغلي، «طالبانو د افغانستان د خلکو په نیولو، شکنجه کولو او وژلو لاس پورې کړی او د دغې ډلې د بشر ضد او اسلام ضد کړنې ورځ تر بلې نړۍ ته ښکاره کېږي.»

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...