د ملي مقاومت جبهه، پنجشیر: دغه ځوانان د پنجشير ولايت د مرکز په بادقول کلي کې د ترهګرو طالبانو لخوا هغه مهال نیول شوي چې څرځایونو کې یې څاروي څرول.
همدارنګه طالب ترهګرو نن په دغه ولایت کې یو بوډا له شکنجه کولو وروسته په ډزو وواژه. دغه پېښه د پنجشېر ولايت د حصه اول ولسوالۍ د خارو په کلي کې رامنځته شوې ده.
دغه ډله د ملي مقاومت د جبهې د ځواکونو په وړاندې د جګړې په ډګرونو کې د پرلپسې ماتې له امله ملکي وګړي ځوروي او وژني.