بغلان، د ملي مقاومت جبهه: په داسې حال کې چې هوا ګرمه شوې او د ملي مقاومت جبهه سختې جګړې ته تیاری نیسي، طالبانو د هېواد په شمال کې په ځینو سیمو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.
په وروستۍ پيښه کې د دغه جنایتکارې ډلې غړو د روان کال د حمل د میاشتې په نهمه نیټه د سهار په څلور نیمو بجو د ملي مقاومت جبهې ځواکونو پر پوستو تعرضي بریدونه پیل کړل چې له سختې ماتې سره مخ شول.
د ملي مقاومت جبهې ځواکونو نږدې شل ساعته له طالبانو سره جګړه وکړه، چې په ترڅ کې یې د دې ډلې د یوه جګپوړي قوماندان سید یاقوت شاه په ګډون ۱۳ طالبان ووژل شول او ۱۷ نور ټپیان شول.
طالبانو پدې جګړه کې د خپلې سرې قطعې له جګړه مارو، درنو وسلو او ټانګونو هم کار اخیستی وو خو پایله یې ددوی ناکامي شوه.
د ملي مقاومت جبهې میړنیو ځواکونو بیا د قومندان متین د وینې د غچ اخیستو په موخه چې نن له غرمې مخکې په شهادت ورسید، خپلو بریدونو ته زور ورکړ او له طالبانو یې د خپل قومندان د وینې غچ واخیست او پراخې سیمې یې له مزدورې ډلې څخه آزادې کړې او درانه تلفات یې ورواړول.
طالبانو خپل ټپیان او جسدونه د چورلکو په واسطه کابل ته انتقال کړل.
جګړه نن ماښام ۶ بجې پای ته ورسیده.