topbar 10 10px1

د پنجشیر په حصارک کې ۱۳ طالبان وژل شوي

د پنجشیر په حصارک کې ۱۳ طالبان وژل شوي
پنجشیر، د ملي مقاومت جبهه: د پنجشیر ولایت په حصارک کې د طالبانو پر یوې پوستې د ملي مقاومت د جبهې د ځواکونو په عملیاتو کې لږ تر لږه ۱۳ تنه ترهګر طالبان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
 
په دغه برید کې د ملي مقاومت د جبهې زړورو ځواکونو د طالبانو یوه پوسته ونیوله او د دغې ډلې د جګړه مارو څو میله سپکې او درنې وسلې یې هم تر ګوتو کړې.
 
په همدې حال کې نن ورځ مقاومت جبهې ځواکونو د «درهٔ آرزو» کې د طالبانو څو بریدونه په شا وتمبول او دښمن ته یې درنه مرګ ژوبله واړوله.
Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...