topbar 10 10px1

۱۶ طالب ترهګر په بدخشان کې ووژل شول

۱۶ طالب ترهګر په بدخشان کې ووژل شول

بدخشان، د ملي مقاومت جبهه: د بدخشان ولایت په کوهستان ولسوالۍ کې د ملي مقاومت جبهې د زړورو ځواکونو او طالبانو ترمنځ له تېرې شپې (د حمل ٢١مې) راهیسې سختې نښتې روانې دي.

د دغو نښتو په پایله کې د کوهستاناتو ولسوالۍ په "میدان بَراغ" سیمه کې ۱۶ طالبان وژل شوي دي.

په همدې حال کې د افغانستان د ملي مقاومت جبهې اووه زړور سرتیري چې د افغانستان د ازادۍ، انساني او اسلامى ارزښتونو او سپیڅلو ارمانونو د تحقق لپاره یې مبارزه کوله، د سیاه کوه سیمه کې په مخامخ جګړه کې په شهادت ورسیدل.

د ملي مقاومت جبهې شهیدانو د خپلو سرونو په نذرانه کولو د افغانستان په تاریخ کې د مقاومت نوی څپرکی پرانیست او له شک پرته د افغانستان تاریخ او خلک به ددوی دا اتلولي او میړانه هېره نه کړي.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...